پکتیکا؛ یوسف خیل ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۰:۵۸
پکتیکا؛ یوسف خیل ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې له کټواز کې ون کلب څخه بلال لومړی، له ښکلا کلب څخه وکیل دویم او له کټواز ۲ کلب څخه سلام درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سپین آغا اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS