پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۱۳
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کټواز واریرز او خواجه بابا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کټواز واریرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اووه اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥١ منډو هدف وټاکه. خواجه بابا لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زیان ١٤٨ منډې وکړې او د درېیوو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز مزار شریف ښار په مقیم بای ورزشي لوبغالي کې د ۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۹
Background image

د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز سره د (اي انډ) درې شل اوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې دغه هېواد ته د ٣٨ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې درویش رسولي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مردیان ولسوالۍ کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

. . .

BACK TO NEWS