پکتیکا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۸:۱۴
پکتیکا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فطني سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ د مرکزي کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې مرکزي کلب لوبډلې د لسو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او يوسف خېلو لوبډلې د اتو امتيازونو سره بيا دويم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS