کابل؛ استالف ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳۵
کابل؛ استالف ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شیران خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې شیران خراسان لوبډلې د ٤ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتفاق استالف ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د فوټسال غوره استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۴
Background image

بلخ؛ کشندي ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندي ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۳
Background image

ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS