کابل؛ د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت او پارا المپیک کمیټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۱
کابل؛ د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت او پارا المپیک کمیټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپیک کمېټې او د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت ترمنځ د هېواد معلولينو ته د ورزشي خدمتونو د وړاندې کولو دوه اړخيزه هوکړه ليک لاسليک شو.

په دغه هوکړه ليک د ش.ه.يدانو او معلولينو چارو وزارت معين ملا عبدالرزاق اخند، د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د يادې ادارې فني او مسلکي او د پارا المپیک رئيس محمد يوسف افتخار او د ش.ه.ي.دانو او د معلولينو وزارت مسوولينو ګډون کړی وو.

د هوکړه ليک په دغو مراسمو کې د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت معين ملا عبدالرزاق اخند له معلولينو سره مرسته کول خپل مسووليت وګاڼه همدارنګه نوموړي زياته کړه معلولين د هېواد د نورو وګړو په څېر حق لري، چې د هغوی صحي، تعلیم، ورزش او په غذا برخه کې ورته پاملرنه وکړو.

ورپسې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د ياد وزارت د رهبري ستاينه وکړه، چې د معلولينو وګړو لاسنيوی کوي.

ښاغلي ځدراڼ په تېرو پنځو کلونو کې د ورزش د پرمختګ يادونې ترڅنګ وزارت ته ډاډ ورکړ، چې تر څو مو توان وي موږ د معلولينو هېوادوالو په خدمت کې يوو.

په پای کې د پارا المپیک او د ورزش ادارې فني رئيس محمد يوسف افتخار د پارا المپیک کمېټه معرفي کړه او د معلولينو ورزشکارانو ته د سياليو په برابرولو او له دوی سره د هر ډول خدمت ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې ياد دوه اړخيزه هوکړه ليک د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت په تخنيکي او مسلکي معینیت کې د ورزش ادارې فني رئيس محمد يوسف افتخار او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پلان، بهرنيو اړيکو او د تقنين چارو رئيس مولوي ثناء الله فرقاني ترمنځ لاسليک او تبادله شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځلانده ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آقچه سولر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسیدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۳
Background image

خوست کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فتنس ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو سیمه کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS