کابل؛ د پنځو فدراسیونونو ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو اصلاحي سمینار پای ته ورسېد

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۸
کابل؛ د پنځو فدراسیونونو ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو اصلاحي سمینار پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په کابل کې د ورزش ادارې له پنځو فدراسیونونو څخه ۱۲۵ مسولینو او ورزشکارانو ته د اسلامي معلوماتو د ورکړې درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد.

په دغه سمینار کې د نښې ويشتنې، پارکور او فريزبي ، فوټسال او پارا المپیک فدراسیونونو مسولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د ياد سمينار د پای په مراسمو کې، د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دعوت ارشاد رييس مولوي داد محمد بريال عطايي ورزشي مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د ياد سمينار په پای کې برخه اخيستونکو مسولينو او ورزشکارانو ته تصديق پاڼې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS