کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۳۷
کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ووشو جمنازيوم کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د استعداد موندنې سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پیل شوې وې د ۴۰ غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، په پايله ۴۰ غوره ورزشکاران وټاکل شول، چې ټاکل شوي ورزشکاران به د کابل ښار د ووشو منتخبو سياليو کې هم ګډون وکړي.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د ووشو ملي فدراسیون رهبري، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار ووشو منتخبو سياليو ته د غوره ورزشکارانو موندل او ورزشي استعدادونو ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ په مرکز متون شيخ زايد ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۴
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلالګو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۲
Background image

خوست کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند چولانو سیمه کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، رسۍ کش کولو او تیږې اچولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS