کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۴۱
کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پارا المپيک ملي فدراسيون په همکارۍ د سور صليب په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ( ۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې،چې درې ورځې يې دوام وکړ.

په دغو سياليو کې د هرات، فارياب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۲ ورزشکاران د افغانستان ويلچر بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سياليو په پايلوبه کې بلخ لوبډلې خپلې سیالې ننګرهار لوبډلې ته د ۶۶/۴۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته د معلولينو هڅول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای مراسمو کې د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د NOVE Caring Human موسیسې رئيس البرټ کایرو، د ورزش ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS