کابل کې د باسکټبال د ۶ غوره کلبونو ترمنځ د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د باسکټبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د باسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي و.
يادې سيالۍ د کابل ښار د شپږو غوره لوبډلو ( سره مياشت، کابل پولي تخنيک پوهنتون، پيشکسوتان، معارف الف، معارف ب او ښوونې او روزنې) ترمنځ پيل شوې، چې لومړۍ لوبه کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې کابل پولي تخنيک پوهنتون لوبډلې ته ۸۴ ـ ۴۰ ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ولايت د باسکټبال «الف» او «ب» لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندلو او ټاکلو په موخه پيل شوې، چې په پايله کې به يې ۱۲ تنه «الف» لوبډلې ته او ۱۲ تنه «ب» لوبډلې ته غوره شي.