کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري د لوبڅارنې روزنيز کورس پيل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۰
کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون له لوري د لوبڅارنې روزنيز کورس پيل شو

کابل کې د فوټبال نړيوال فدراسيون ( فيفا ) له لوري د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون سره په همغږۍ د هېواد له لسو زياتو ولايتونو څخه ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارنې( FIFA MA ) ۶ ورځنی روزنيز کورس پيل شو.

په دغه کورس کې به د فيفا د درېيو ماليزيايي مدرسینو له لوري د لوبڅارنې بېلابېل اصول او قوانين په نظري او عملي ډول تدريس شي.

ياد کورس د فوټبال ملي فدراسیون د رهبرۍ، مسؤلينو او لوبڅارانو په ګډون د هېواد د لوبڅارانو د ظرفيت لوړونې په موخه پيل شو، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليګ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د له درېوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۴
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۲ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادې سیالۍ په پای کې یو آخرلاق اعلان شو، چې. . .

BACK TO NEWS