کابل کې د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۱۵
کابل کې د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون له لوري، د سور صليب نړيوالې کمېټې په همکارۍ او د نووف اونلوس خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ د هېواد د شپږ غوره الف لوبډلو ترمنځ درې ورځې وړاندې پيل شوې، د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټې سيالۍ، د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د ۶ لوبډلو ( کابل، بلخ، بدخشان، ننګرهار، فارياب او هرات) ترمنځ پيل شوې وې، چې په پايلوبه کې يې نن چهارشنبه د کابل ويلچر باسکټبال لوبډلې خپلې سيالې بلخ لوبډلې ته د ۷۲ ـ ۴۹ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه راز د بلخ لوبډلې دويم مقام او بدخشان لوبډلې بیا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې، د المپيکي چارو رييس ښاغلي داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې مشاور او د پارا المپيک ملي فدراسيون سرپرست رييس، محمد يوسف افتخار، د سور صليب نړيوالې کمېټې مالي رييس، مارک ريورز، د نووف اونلوس خيريه مؤسسې مشر البرټو کایرو او نورو مسوولينو ګډون کړی وو.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د لوبغاړو د ظرفيتونو د لوړولو او ملي لوبډلې ته د غوره څېرو پيژندلو په موخه کابل کې د سور صليب نړيوالې کمېټې په جمنازيم کې پيل شوې وې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

کندهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د اتلانو فوټبال ليگ پيل شو

د کندهار ولايت د بدني د بدني روزنې او ورزش رياست او فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز احمد شاهي لوبغالي کې د پنځو ولايتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

زابل کې د ۱۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۶۰ غېږ نيوونکو ترمنځ د غیږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د زرمت ولسوالۍ په جبارخېلو سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د مریاڼو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS