کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۲۱
کابل کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټينګ لسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پاورلفټينګ ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له ديارلسو ولايتونو څخه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ پرته له تجهيزاتو د پاورلفټينګ لسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ به د نویو ځوانانو، ځوانانو، لويانو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او له ۵۳ کيلو ګرام څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به يې ۹۵ تنه د پاورلفټينګ ملي لوبډلې ته او ۱۴ تنه راتلونکو بهرنيو سياليو ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو ټاکنيزو سياليو د پيل په مراسمو کې د ورزش ادارې ورزشي مشاور او د پهلواني فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، د دې ادارې مالي او اداري رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ورزش فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د پاورلفټينګ فدراسيون رئيس نور احمد سخي زاده، د ورزش ادارې مسولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه ملي لوبډلې او بهرنيو سياليو ته غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې پيرو ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې په خپله دويمه لوبه کې پيرو ته ۳ - صفر ماتې ورکړه.

افغان فوټسال ملي لوبډلې د دې سياليو خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر -. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډله په نړۍ‌وال ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر - صفر مساوي کړه.

دغه شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د افغانستان، برازیل، جاپان، پيرو، کپ ورده او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۵
Background image

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالیو دویمه نیمایي پیل شوه

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالیو دویمه نیمایي له یووې اوونۍ دمې وروسته د ابو مسلم فراه لوبډلې په بریا پیل شوه.

د دغو سیالیو د لسمې اوونۍ د پیل لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې. . .

BACK TO NEWS