کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۶
کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۳۱ ولايتونو څخه د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې، د کيک بوکسينګ دوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، ملي لوبډلې ته د ۳۳ لوبغاړو پر ټاکلو پای ته ورسېدې.

د دې سياليو د پای مراسم، چې د هېواد د المپيک کميټې د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، پکې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دفتر رئيس فضل الرحمان بري، فني او مسلکي رئيس حميدالله صافي، د کيک بوکسينګ ملي فدراسیون رئیس شير محمد هاشمي، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ، چې د ۵۱ کيلو ګرامه پورته په ازاد وزن کې ترسره شوې، په پايله کې يې کابل ولايت په ټيمي ډول لومړی مقام، هرات دويم او فارياب بیا درېيم مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه قدرت الله له کابل څخه لومړی مقام، صبغت الله له بادغيس څخه دويم مقام او ساجد له خوست ولايت څخه درېيم مقام وګاټه، چې د مسوولينو له لوري ورته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د کيک بوکسينګ ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پنجشېر،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې له مرکز او د کجران ولسوالۍ له کليو څخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS