کابل کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليگ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۵۵
کابل کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليگ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليگ ته د غوره لوبډلو موندلو په موخه د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې د لويانو په عمري کټګورۍ او بېلابېلو وزني کټګوريو کې پيل شوې او درې ورځې به دوام وکړي، په پايله کې به يې ۸ غوره لوبډلې د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليګ سياليو ته لار ومومي.

ټاکل شوې، چې د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ به د روانې جولای مياشتې پر ۲۵مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پيل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۵
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۵۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS