کابل کې ۱۰۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز سمينار پای ته ورسېده

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۴
کابل کې ۱۰۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز سمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کاراټې ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۴ ولايتونو څخه ۱۰۰ روزونکو، مسولينو او لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ، روزنې او د ورزشي مديريت لومړی پړاو ښوونیز سمينار، چې پنځه ورځې مخکې د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پیل شوی و، پای ته ورسېده.

د دغه سيمينار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کراټې ملي فدراسیون رئیس روح الله معروف، د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون رئیس سید نبي الله سعادت او ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو اشتراک کړی وو.

ښاغلي وثيق ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې څرګنده کړه، چې له ياد سيمينار څخه يې ډېر څه زده کړي وي؛ ترڅو له مرکز څخه ولايتونو ته خپلې تجربې ولېږدوي او له نورو ورزشکارانو سره يې شريکې کړي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه « د کراټې فدراسيون يو له مهمو ورزشي فدراسيونونو څخه دی، چې پکې زرګونه ورزشکاران په لوبو او تمريناتو کې بوخت دي او ښې لاسته راوړنې لري او د ورزش ادارې رهبري په همدې هڅه کې ده، چې د کراټې ورزش برخې لوبڅارانو او روزونکو ته د ظرفيت لوړولو په موخه دې ته ورته نور ښوونيز او مدريتي سيمينارونه هم چمتو کړي»

په دغه سمينار کې د ياد فدراسيون پر مسوولينو سربېره د هېواد ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رياست او د بېلابېلو امريتونو د مسوولينو له لوري ښوونيز، مدريتي اصول، د روزنې او لوبڅارۍ اصول، د لومړنۍ مرستې اصول، د فني او مسلکي برخې بېلا بېل موضوعات او د ورزش اړوند اصلاحي موضوعات په نظري او عملي بڼه تشريح شول.

هېره دې نه وي، چې دغه ښوونيز او مدريتي سيمينار د کراټې په امتيازي او کيوکوشن سبکونو کې لوبڅارانو او روزونکو ته ترسره شو، چې په پای کې ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS