کام اير والیبال لوبډلې خراسان او طلوع لوبډلې سرې مياشتې ته ماتې ورکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۵۵
کام اير والیبال لوبډلې خراسان او طلوع لوبډلې سرې مياشتې ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو په درېيمه ورځ، کام ایر لوبډله د خراسان پر وړاندې او طلوع لوبډله د سرې مياشتې لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د دې سياليو د درېیمې ورځې لومړۍ لوبه د کام ایر او خراسان پوهنتون لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې خراسان پوهنتون لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې لومړۍ بريا خپله کړي.

د دې سيالۍ د غوره لوبغاړي جايزه غلام رسول حيدري ترلاسه کړه.

دغه راز دويمه لوبه يې د طلوع او سرې مياشتې لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې طلوع لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ - ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په روانو سياليو کې پرلپسې دويمه بريا خپله کړه. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هارون نيکروز وګټله.

د يادو سياليو په لړ کې به سبا ( چهارشنبه، د غويي ۳۱مه ) دوې لوبې ترسره شي، چې لومړۍ لوبه به يې ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې د خوست سهيلي بازانو او عقاب بابه ترمنځ او دويمه لوبه به يې مازيګر ۰۴:۰۰ بجې د افغان ملي او پامير لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرګولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS