کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ٣٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
