کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د رزمي لوبو هاپيکدوی سبک سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله ۲۱ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
