کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۷ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې
