کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاڼيو سيمه کې د اتو لوبدلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې قلعه زال منتخبې لوبډلې خپلې سيالې دشت ارچي منتخبې لوبډلې ته د ۱۸ پر ۷ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
