کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د پیروزي ارچي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په رجب قرلق سیمه کې د فوتبال پسرلنۍ سیالۍ د پیروزي ارچي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د کندز له دشت ارچي او کلباد ولسوالیو او د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه لسو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د پیروزي ارچي او اینه امید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د دغې سیالۍ په پایله کې پیروزي ارچي لوبډلې د ۳ پر ۱ ګول اینه امید لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د ځايي خلکو او حکومتي چارواکو له لوري د فوټبال یو ورزشي لوبغالی هم پرانیستل شو او په پای کې د سیالیو غوره لوبغاړو ته د اتلولي کپ، توپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.