کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د حاجي سخي داد کلي ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې د چهاردرې ولسوالۍ د حکیم ځدراڼ لوبډلې ته د ۲۵/۱۶ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
