کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې قا.ري مولام لوبډلې خپلې سیالې دولت مزاري لوبډلې ته د ۳۱/۲۸ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د کندز ورزشي ریاست له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.