کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له بلخ، شبرغان او کندز څخه پهلوانانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
