کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۳۹
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د امو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د امو ځوانانو او ذوالقرنين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، امو ځوانانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ذوالقرنين لوبډلې په ټولو اورونو کې ۸۵ منډې جوړې کړې او د ۶۱ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د سياليو په پای لومړي مقام ګټونکي لوبډلي ته د حاجي روح الله ناظري له لوري يو پسه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS