کندز؛ په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۴۰
کندز؛ په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې قلعه زال منتخبې لوبډلې خپلې سیالې ګرګري لوبډلې ته د ۲۱/۹ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ او شپه يي دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS