کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې عبدالله زاخېلوال لوبډلې خپلې سيالې قلعه زال منتخبې لوبډلې ته د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
