کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې خان زاخېل لوبډلې خپلې سيالې قلعه ذال منتخبې لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو هڅول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.