کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شېرزاد ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شېرزاد ځوانانو لوبډلې د ۲۵ پر ۱۰ نمرو په توپیر خپلې سیالې جمعیت لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.