کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۶:۵۳
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د

حاجي عارف خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې حاجي عارف خان لوبډلې د ۳ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې خاتون قلعه لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۷:۲۹
Background image

کابل کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د طبما ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خانجان خېلو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۱
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS