کندز ؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۵۵
کندز ؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت او د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په باسوس شهرک کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خراسان باسوس لوبډلې په پنالټيو کې خپلې سيالې مراد شېخ لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو په ذهن کې د سالمو کړنو انګېزه اچول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۴۱
Background image

خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې شل ورځې به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۷:۳۹
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په نوي کوټ سیمه کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه. . .

BACK TO NEWS