کندز کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې ٢٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.