کندز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۷
کندز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو سیالیو کې د کندز، بغلان، تخار او باميان ولايتونو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې کندز پيروزي لوبډلې خپلې سيالې باميان بهار ازادۍ لوبډلې ته د ۰/۹ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

دا سيالۍ د شمال ختيځ زون په کچه د اتلې لوبډلې معلومولو په موخه ترسره کېږي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS