کندز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ورزشکارانو د جسمي وړتیا لوړلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
