کندز کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته اسلامي او فکري روزنيز سيمينار پيل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۲۱
کندز کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته اسلامي او فکري روزنيز سيمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست د غونډو په تالار کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د اسلامي او فکري روزنې دوه ورځنی سمينار پيل شو.

د دعوت او ارشاد رياست د مسؤلینو په وينا:« دا لړۍ يې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو او روزونکو ته پيل کړې، چې لومړۍ دوره يې په بغلان ولایت کې بشپړه شوه او په نږدې وختونو کې به شاوخوا ۵۶۴۰ ورزشکارانو او روزونکو ته په ټول هېواد کې دغه ډول روزنيز سمينارونه ورکړل شي.»

د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې په بغلان ولایت کې شاوخوا ۱۲۵ روزونکو او ورزشکارانو ته ورته سمينار ورکړل شوی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۷
Background image

افغان کرېکټ لوبډلې د هانکانګ شپږ اوریزو سیالیو اتلولي وګټله

افغان کرېکټ لوبډلې د هانکانګ ٢٠٢٦م کال شپږ اوریزو سیالیو کې استرالیا ته د څلور ویکټو په توپیر ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

په دغه سیالي کې د لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۴
Background image

بلخ؛ کشندي ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندي ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS