کندهار؛ اتفاق خانزاده لوبډلې د اتلانو فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۷
کندهار؛ اتفاق خانزاده لوبډلې د اتلانو فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز احمد شاهي لوبغالي کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سويل لويديځ زون په کچه د اتلانو فوټبال ليگ سيالۍ د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سیالیو کې د هلمند بارک، غزني پيروزي، ارزگان ځوانانو، زابل نويو ځوانانو او کوربه کندهار اتفاق خانزاده لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې خپلې سيالې غزني پيروزي لوبډلې ته د ۱/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو پنځه ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS