کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۶
کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار په شګۍ کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نجیب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د توحيد آباد او نجیب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نجیب لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١١ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٢ منډو هدف وټاکه. توحيد آباد لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٥١ منډې وکړې او د لسو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند، په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یادې ولسوالۍ په دښت سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ننګرهار ولایت په کچه په جلال‌اباد ښار کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS