کونړ؛ ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناړۍ ولسوالۍ په ساوو جمال آباد سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د غازي آباد او ډانکپور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه غازي آباد لوبډلې وگټله لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې ډانکپور لوبډلې ياد هدف په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.
