کونړ؛ نورگل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
 
              د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نورگل ولسوالۍ په زيړي بابا سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د مزار سټار او خان ناېټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مزار سټار لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې خان ناېټ رايډرز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۵ ورځې دوام وکړي.
