بېن سټوکس د انګلستان د ټېسټ لوبو لوبډلمشر درې میاشتې لوبې نه شي کولی

org_admin
بېن سټوکس د انګلستان د ټېسټ لوبو لوبډلمشر درې میاشتې لوبې نه شي کولی

د انګلستان د ټېسټ لوبو لوبډلمشر بېن سټوکس Ben Stokes د پښې د ټپ له امله تر درې میاشتو کرېکټ نه شي کولی.

د سټوکس د چپې پښې ورون له نیوزیلنډ سره د درېیمې ټېسټ لوبې پر مهال ټپي شوی دی، چې جراحي ته اړتیا لري او له همدې امله به لږ تر لږه تر درې میاشتو له کرېکټ څخه لیرې وي.

۳۳ کلن سټوکس د انګلستان د کرېکټ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی دی، چې څه کم درې کاله کېږي د یاد هېواد د ټېسټ لوبو لوبډلمشري پر غاړه لري.