د هېواد د ورزش ادارې رهبري د سرپل له والي سره ولیدل

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۵ - ۹:۳۶
د هېواد د ورزش ادارې رهبري د سرپل له والي سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي ستر سلاکار قاري حیات الله رحماني او ورسره مل پلاوي، د سرپل والي مولوي محمد ظریف مظفر، د ياد ولايت د است.خباراتو ريیس ملا بحرالدین سیف الله او د ياد ولايت نورو دولتي کارکوونکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثیق په دغه لیدنه کې د هېواد د ورزش د وروستیو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د افغانستان ټولو لرې پرتو سیمو ته ورزش ورسوي.

په ورته وخت کې د سرپل والي ښاغلي مولوي محمد ظریف مظفر د هېواد وروستۍ ورزشي لاسته راوړنې وستایلې او همداراز په یاد ولایت کې یې ورزش ته د ودې ورکولو په برخه کې د هر ډول ممکنه مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۲۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د ادو سیالیو په پای کې دوه اخرالاقه اعلان شول، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیاليو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو. . .

BACK TO NEWS