ننگرهار کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۳۳
ننگرهار کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولایت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د لوبغاړو هڅولو او يووالي په موخه د ويلچر باسکټبال سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې د کابل، لغمان او کوربه ننگرهار لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې کابل لوبډلې د ۳۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او ننگرهار لوبډلې بيا د ۳۱ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.

د ويلو ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزني او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالو لومړۍ لوبه کې برات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۹:۴۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له کابل، غزني، زابل، دایکندي، هرات او ارزګان څخه د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ درېیم پړاو سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل کې د پهلواني ملي فدراسیون له لوري له نهو ولایتونو د ١١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د کابل د ټولو زونونو له کلبونو، لغمان، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر او کاپیسا څخه د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو او لس بېلابېلو وزني. . .

BACK TO NEWS