خوست؛ په مرکز متون ښار کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۴۱
خوست؛ په مرکز متون ښار کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت مرکز اړوند متون کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوې وې د حاجي ولي محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د حاجي ولي محمد او لاغوړي پیرانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه لاغوړي پیرانو لوبډلې وکړه او ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۰۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې حاجي ولي محمد لوبدلې یاد هدف د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په شپږو ویکټو یې اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ په مرکز متون شيخ زايد ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۴
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلالګو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۲
Background image

خوست کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند چولانو سیمه کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، رسۍ کش کولو او تیږې اچولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS