هلمند؛ ملگرو لوبډلې د فولاد جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۳۰
هلمند؛ ملگرو لوبډلې د فولاد جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ د فوټسال کمېټې له لوري او د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فولاد جام په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ د ملگرو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پايلوبه کې ملگرو لوبډلې خپلې سيالې برومند لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او سالم مصروفیت وو، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS