ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳
ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د فريد کلب لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د قدرت الکوزي او فريد کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د قدرت الکوزي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه ، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د فريد کلب لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د دوو ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS