تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د روژې مبارکې مياشتې نمانځل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.