هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۱۰
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چانجیر فوټبال حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د حاجي طالب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د حاجي طالب لوبډلې خپلې سیالې چانجیر لېسې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS