بارسلونا لوبډلې سلتاویګو ته ماته ورکړه

org_admin
بارسلونا لوبډلې سلتاویګو ته ماته ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو ۳۲مې اوونۍ پر دوام؛ بارسلونا د ۴ – ۳ ګولونو په توپیر سلتاویګو ته ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د بارسلونا په ګټه فیران توریس او داني اولمو یوـ یو ګول او رافینیا دوه ګولونه ووهل. د دوی پر وړاندې له سیالې لوبډلې څخه بورخا ایګلیسیاس د خپلې لوبډلې په ګټه د درې واړو ګولونو وهونکی شو.

بارسلونا دغه لیګ کې تر دې دمه مخکښه لوبډله ده، چې د وروستۍ لوبې په ګټلو سره له خپلې سیالې لوبډلې ریال مادرید څخه اووه امتیازه مخته شوه.

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شل لوبډلو په ګډون ۳۲مه اوونۍ روانه ده او شپږ اوونۍ به نور هم دوام وکړي.