هرات کې دویمه ورزشي جشنواره ترسره شوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۲:۳۹
هرات کې دویمه ورزشي جشنواره ترسره شوه

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دهن دو اب سیمه کې د حمایت ګل انګور او د زرن پشتون ولسوالۍ د ملي معدنونو پروژو په نوم دویمه ورزشي جشنواره ترسره شوه.

په دغه ورزشي جشنواره کې پر ورزشي مسؤلینو سربېره، د ولایتونو مسؤلین، د ولسوالیو مسؤلین او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

په دغه ورزشي جشنواره کې د ورزش ټولو برخو ورزشکارانو ګډون کړی وو؛ چې زړه راښکونکې نندارې یې هم ترسره کړې او د یاد ولایت د معدن ملي پروژو او له ګل انګور پروژو څخه یې خپل ملاتړ وکړ.

په پای کې د ورزشي مسؤلینو او ولایتي مسؤلینو له لوري ګډون کوونکي ورزشکاران وستایل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي نندارې ترسره شوې.

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې د ااا د بیا واکمنېدو د ۵مې کاليزې په مناسبت د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

BACK TO NEWS