ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۵۸
ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د افغان کرکټ کلب او محبت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د افغان کرکټ کلب لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته د ۸۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې محبت لوبډلې ۷۵ منډې جوړې کړې او د ۱۰ مندو په توپير سره يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه خلکو ته د تفريح برابرول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۵
Background image

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

د هرات په کوربتوب د الش او ګورش بین المللي سیالیو د ترسراوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه!


#اعلامیه

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۰:۱۳
Background image

ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

کندز؛ خراسان باسوس لوبډلې د امام صاحب ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د فوټبال سيالۍ، چې يوه. . .

BACK TO NEWS